بازتاب نیوز

عبدالله: د سولې فعالانو او کارپوهانو ته ګواښونه کول په هېڅ صورت د منلو نه دي

١٩ لړم ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ لړم، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت اجرائيه مشر عبدالله عبدالله نن د لويې جرګې په تالار کې يوې احتجاجي ناستې د وينا پر مهال وويل، د سولې فعالانو او کارپوهانو ته ګواښونه کول او هغوی ته ستونزې پېښول په هېڅ صورت د منلو وړ نه دي او اړوند چارواکي بايد له دا ډول کړنو لاس واخلي.

اجرائيه رئيس زياته کړه، چې څوک د حکومت مخالف وي، دا په دې معنا نه ده، چې هغوی د دې نظام مخالف دي.

د نوموړي په وينا که څوک د طالبانو پلوي هم کوي او يا د سولې په اړه د هغوی د دريځ ملاتړي وي، خو دلته په افغانستان کې اوسيږي او دا نظام يې منلی وي، بايد په هېڅ صورت ورته ستونزې او ګواښونه پېښ نه شي.

هغه وويل، د پوهنتون استادانو، د چارو کارپوهانو او د ټولنيزو شبکو يو شمېر فعالانو ته له دې امله ستونزې پيدا کېږي او ګواښونه ورته کيږي، چې د سولې پلوي کوي او په حکومت کې له شته فساد او ظلم څخه پرده پورته کوي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې څو ورځې وړاندې د سياسي چارو منتقد ليکوال او کارپوه قاضي حسن حقيار په يوه برید کې ټپي شو، تر هغه څو ورځې وړاندې د سياسي چارو بل کارپوه نظر محمد مطمئن له يوه بریده خوندي ووت، همدارنګه پر خير الله شينواري او نورو فعالانو هم ورته بریدونه شوي دي.

ياد او ورته نور ليکوالان په رسنيو او ټولنيزو شبکو کې د حکومت مخالفې څرګندونې کوي او د سولې په اړه د حکومت تګلاره ناکامه بولي.

ښاغلي عبدالله نن د ولسمشريزو ټاکنو د پایلو ځنډولو په اړه دغې ناستې ته وويل، که د رايو بيا شمېرل ونه درول شي، دوی د ټاکنو پایلې ونه مني او د پېښېدونکي ټاکنيز بحران ټوله پړه به د اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټيم پر غاړه وي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/154440/عبدالله-د-سولې-فعالانو-او-کارپوهانو-ته/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading