بازتاب نیوز

دفاع وزارت: لوګر کې د درېیوو قاضیانو قاتل ووژل شو

١٩ لړم ١٣٩٨ طلوع نیوز

دفاع وزارت د پکتیا استیناف محکمې د درېیوو وژل شویو قاضیانو د قاتل له وژلو خبر ورکوي.

یاد وزارت څرګندوي، په هوايي برید کې د طالبانو مهم قومندان، ویس الدین چې په لوګر کې د قاضیانو د وژلو لامل دی، د هغه له څلورو ملګرو سره وژل شوی دی.

درې ورځې مخکې(د لړم په ۱۶مه نېټه) د پکتیا ولایت د استیناف مخکې درې تنه قاضیان چې کابل ته د خپلو کورنو پر لور روان وو د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ په باقي اباد سیمه کې د طالبانو له کمین سره مخامخ شول.

دفاع وزارت وايي چې د طالبانو د ډلې وژل شوي غړي د لوګر ولایت په محمد اغې ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

اصلي اړیکې: https://tolonews.com/index.php/pa/afghanistan/دفاع-وزارت-لوګر-کې-د-دریوو-قاضیانو-د-قاتل-ووژل-شو

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading