بازتاب نیوز

سیګار: د امنیتي سرتېرو له شمېر زیات افغانان د نشه یي توکو په کښت او قاچاق اخته دي

١٩ لړم ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغانستان په بیا رغونې باندې د امریکا د متحده ایالاتو د څار اداره «سیګار» وایي، امریکا په افغانستان کې له نشه یي موادو سره د مبارزې په برخه کې میلیاردونه ډالر لګولي؛ خو کومه څرګنده پایله یې نه ده ورکړې.

امریکا غږ د سیګار له لوري د تازه خپاره شوي راپور په حواله لیکي، سره له دې، چې د امریکا متحده ایالاتو له ۲۰۰۲ زېږدیز کال راپدېخوا په افغانستان کې له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې ۸.۹۴ میلیارده ډالر لګولي؛ خو لا هم دغه هیواد د نشه یي توکو دوهم ستر تولیدوونکی هیواد دی او تر امنیتي سرتېرو زیات شمېر خلګ یې د نشه یي توکو په کښت او قاچاق اخته دي.

راپور زیاتوي، چې په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ میلادي کلونو کې د افغانستان د قانوني صادراتو په پرتله د نشه یي توکو د صادراتو قیمت لوړ وو او د کوکنارو په کښت کې له ۲۰ سلنه کموالي سره، سره لا هم دا هیواد د نشه يي توکو په تولید کې دوهمه درجه پاتې شو.

د راپور له مخې، په دې هیواد کې له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت هڅو کومه څرګنده پایله نه ده ورکړې او د کوکنارو د کښت نسبي کموالی د حکومت د مبارزې په پایله کې نه؛ بلکې د بارانونو د کمښت له امله رامنځته شوی.

سیګار داسې مهال له نشه یي توکو سره د افغان حکومت مبارزه کمرنګه بولي، چې حکومت په بیا، بیا له نشه يي توکو سره مبارزه له خپلو لومړیتوبونو شمېرلې.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/154445/سیګار-د-امنیتي-سرتېرو-له-شمېر-زیات-افغا/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading