بازتاب نیوز

په سلګونه هندي سکهان د مذهبي مراسمو لپاره پاکستان ته ولاړل

١٩ لړم ١٣٩٨ آریانا نیوز

هندي چارواکو ویلي، چې په یو بې ساري اقدام کې، په سلګونه هندي سکهان د سکهیزم د بنسټګر ګورو نانک د ۵۵۰ کلیزې د نمانځلو لپاره د پاکستان پنجاب ایالت ته ولاړل.

د اسلام آباد او نوي ډیلي ترمنځ د یوې هوکړې له مخې؛ سکهـ زیارت کوونکي کولی شي د کرتار پور له لارې پرته له ویزې د پاکستان خاورې ته ننوځي.

د هند پخوانی صدراعظم من موهن سنګهـ، د بالیود سینما لوبغاړې د پارلمان غړې سني دیول او د هند سیاستوال نوجیت سنګهـ سیدو هم د زیارت کوونکیو برخوال دي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي هندي سکهانو ته د پاکستان له آسانتیاوو برابرولو ستاینه کړې او وایي؛ زه غواړم د پاکستان له صدراعظم مننه وکړم، چې د کرتارپور دهلیز په اړه یې د هند احساسات درک کړل او په وخت اقدام یې وکړ.

د پولې دواړو غاړیو ته د کرتارپور دهلیز د پرانیستلو پر وخت د پاکستان صدراعظم عمران خان له خپل هندي سیال نریندرا مودي څخه وغوښتل، چې د کشمیریانو حقونه ادا کړي.

د روان کال په اګست کې، هند د خپلې ادارې په چوکاټ کې د کشمير ځانګړی حیثیت پای ته ورساوه، چې له کبله یې د هند او پاکستان تر منځ اړیکې ترینګلې شوې دي.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/uu-ouu-43/?lang=ps

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading