بازتاب نیوز

د افغان حکومت له استازيو سره خبرې اترې

١٩ لړم ١٣٩٨ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: د طالبانو يو غړي وويل، د حکومتي چارواکو د څرګندونو په اپوټه د دغې ډلې پلاوی به په چين کښې په بين الافغاني غونډه کښې د کابل حکومت له سرکاري استازيو سره کتنه ونه کړي مولوي عبدالشکور مطمئن په مرکه کښې وويل، په بيجنګ کښې په بين الافغاني غونډه کښې د طالبان پلاوي غړي دولس تنه دي چې مشري يې ملا عبدالغني برادر په غاړه لري او دغه پلاوی به په دغه غونډه کښې د حکومتي پلاوي سره په يو مېز کښېنني. دا څرګندونې له دې وروسته شوې دي چې د ولسمشرۍ د عمومي او سټراټيجکو ارتباطاتو د ادارې مشر او د ولسمشر صلاحکار وحيد عمر د بيجنګ په غونډه کښې د ګډون لپاره له مختلفو ګوندونو څخه د حکومت په نمائندګۍ د يو پراخ بنسټه پلاوي د جوړېدو خبر ورکړ.

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/afghanistan/د-افغان-حکومت-له-استازيو-سره-خبرې-اترې/

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading