بازتاب نیوز

په عربستان کښې د مخالفانو ځپلول

١٩ لړم ١٣٩٨ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: د بشري حقوقو څارونکي سازمان په یو رپورټ کښې وویل: د ۲۰۱۷ کال له جون څخه د سعودي حکومت لسګونه مخالفان په زندانانو کښې دي چې ځیني په کښې په سخته شکنجه کیږي. د بشري حقوقو څارونکي په خپل دغه رپوټ کښې په عربستان کښې د حکومت د سیاسي مخالفانو د پراخې نیونې په غندلو سره زیاته کړه: دغه نیونې په تیرو دوو کالو کښې د سعودي رژیم د ولیعهد محمد بن سلمان د قدرت د ترلاسه کولو په موده کښې لاسخت شوې دي. دغه رپورټ زیاتوي: عربستان د ۲۰۱۷ کال د ستمبر له لسمې راهیسې د کورنیو او بهرنیو مخالفتونو سره سره کابو ۲۵۰ تنه پوهان، سیاسي، مخالفان، مدني فعالان، اقتصادي کارپوهان، پوهنتونوال او شاعران نیولې دي. د بشري حقوقو څارونکي هم داشان د سعودي په کنسولګرۍ کښې د منتقد خبریال جمال خاشقجي د قتل د عاملانو له نه محاکمه کیدو خواشیني څرګنده کړه.

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/world/په-عربستان-کښې-د-مخالفانو-ځپلول/

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading