بازتاب نیوز

د بهرنيو داعشيانو په ستنولو تاکيد

٢٠ لړم ١٣٩٨ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: د روئټرز یو رپوټ له مخې سليمان سويلو پرون وويل، د ترکيې حکومت د ګل په ورځ د داعش ترهه ګرې ډلې بهرني غړي خپلو هېوادونو ته ستنوي. هغه زياته کړه، حتی هغه داعشيان چې په خپلو هېوادونو کښې يې شهريت لغو شوے دے هم ستنولې شي. سليمان سويلو څو ورځې مخکښې هم ويلي وو چې ترکيه د داعشيانو هوټل نه دے او انقره به د دغې ترهه ګرې ډلې اروپائي غړي خپلو هېوادونو ته ستانۀ کړي. د سوريې په شمال کښې د ترکيې د فوځي عملياتو د شروع کېدو له وخت نه د ترکيې لخوا د داعش تکفيري ډلې د لسګونو غړيو د نيول کېدو خبرونه خپارۀ شوي دي.

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/world/د-بهرنيو-داعشيانو-په-ستنولو-تاکيد/

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading