بازتاب نیوز

د بیان آزادۍ او مطبوعاتو پر وړاندې د ګواښونو پر ډیروالي اندېښنه

٢٠ لړم ١٣٩٨ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: پخواني ولسمشر حامد کرزي د بیان آزادۍ او د مطبوعاتو د غړیو پر وړاندې د ګواښونو په زیاتیدو خپله ژوره اندېښنه ښودلې، او د سیاسي شنوونکو پر وړاندې ورستیو وسلوالو بریدونوته په اشارې ویلي، چې دا هېواد کې د بیان آزادۍ د خپولو په مانا ده خبرپاڼه کې راغلي، چې د بیان آزادي او له دغه حق څخه د خلکو د ساتنې په موخه کار اخیستل د افغانستان د ورستیو کلونو لاسته راوړنه بلل کیږي د هغو وګړو پر وړاندې برید ترسره کول چې له خپل حق څخه دفاع کوي د خلکو د آزدۍ پر وړاندې جدي ګواښ دی، ښاغلي کرزي همداراز ویلي، چې د افغانستان خلکو په هر ډول شرایطو کې له خپل حقونو او آزادۍ دفاع کړې، او د بیان ازادۍ د پلې کیدو غوښتوونکي دي. پخواني ولسمشر ویلي، د بیان آزادۍ او د خلکو ساتنه د امنیتي ادارو اصلي دنده ده، او خلک حق لري، چې د قانون ماتونې، بې عدالتۍ او د سولې د تأمین لپاره چې د خلکو حیاتي مسئله ده، پر وړاندې غږ پورته کړي.

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/afghanistan/د-بیان-آزادۍ-او-مطبوعاتو-پر-وړاندې-د-ګوا/

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading