بازتاب نیوز

په یوه وسله وال برید کې پنځه پاکستاني افسران وژل شوي دي

٢١ لړم ١٣٩٨ کندهار ملي راډیو تلوېزیون

د وسله والو په یوه برید کې د پاکستان پنځه استخباراتي او پوځي افسران وژل شوي دي. د راپورونو له مخې ناپېژانده وسله والو په پنجاب ایالت کې د پاکستاني استخباراتو د مامورینو پر موټر ډزې کړې دي. په دې پېښه کې د پاکستاني پوځ دوه افسران او ددغه هېواد د استخباراتي ادارې دوه افسران وژل شوي دي. د پاکستاني چارواکو په خبره په دې برید کې ټول پنځه نظامیان وژل شوي. سرچینه وايي چې دوی د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي او معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي. تر اوسه کومې ډلې ددغه برید مسوولیت نه دی منلی. The post په یوه وسله وال برید کې پنځه پاکستاني افسران وژل شوي دي appeared first on کندهار راډيو تلوېزيون.

اصلي اړیکې: https://kandahar-tv.com/1398/08/21/په-یوه-وسله-وال-برید-کې-پنځه-پاکستاني-اف/

د اصلي پاڼې خلاصول

کندهار ملي راډیو تلوېزیون په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading