بازتاب نیوز

په شمالي وزیرستان کې درې پاکستاني عسکر وژل شوي دي

٢٢ لړم ١٣٩٨ کندهار ملي راډیو تلوېزیون

په شمالي وزیرستان کې په یوه بمي برید کې د پاکستان دری عسکر وژل شوي دي. د پاکستان پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي په شمالي وزیرستان کې یې دری پوځیان هغه وخت ووژل شول چې د سړک غاړې ته یوه بمي چاودنه وشوه. په دغه پیښه کې یو عسکر زخمي شوی هم دی. د پاکستان د پوځ ویاند وایي چې دغه عسکر په وزیرستان کې د گزمې پر مهال په نښه شوي دي خو په دی اړه یې نور تفصیل نه دی ورکړی. تر اوسه پورې د دغه برید مسولیت کومې ډلې په غاړه ندی اخیستې. تېره ورځ هم په پنجاب کې په یوه برید کې د پاکستان د پوځ پنځه مهم افسران وژل شوي وو. The post په شمالي وزیرستان کې درې پاکستاني عسکر وژل شوي دي appeared first on کندهار راډيو تلوېزيون.

اصلي اړیکې: https://kandahar-tv.com/1398/08/22/په-شمالي-وزیرستان-کې-درې-پاکستاني-عسکر/

د اصلي پاڼې خلاصول

کندهار ملي راډیو تلوېزیون په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading