بازتاب نیوز

د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې شپږ داعش وسله وال وژل شوي

٢٢ لړم ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، وړمه شپه افغان ځواکونو د اچین ولسوالۍ په مامند درې سیمه کې د داعش وسله وال پر پټنځایونو توغندویي بریدونه کړي، چې پر مهال یې شپږ داعش وژل شوي دي. خوږیاڼي زیاته کړه چې په اچین ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو له لوري چاڼیز عملیات دوام لري او تر دا مهاله یې زیاتې سیمې له داعش وسله والو پاکې کړې دي. په ننګرهار کې دغه داعش وسله وال پر داسې مهال وژل کېږي، چې تېره ورځ د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹۳ داعشیان افغان ځواکونو ته تسلیم شول. داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي. The post د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې شپږ داعش وسله وال وژل شوي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/11/13/د-ننګرهار-په-اچین-ولسوالۍ-کې-شپږ-داعش-وس/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading