بازتاب نیوز

صهیونیستي رژیم ته د فلسطین د اسلامي جهاد غاښ ماتونکی ځواب

٢٢ لړم ١٣٩٨ خبرگزاری خاورمیانه

د فلسطین د اسلامي جهاد ډلې پر غزه باندې د صهیونیستي رژیم د هوایي برید په ځواب کې،د اشغال شویو ځمکو پر لورې ۱۹۰ توغندې توغولي دي. د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،دغه توغندي د تیرې ورځې له ماسپښین راهیسې تر بیګا شپې پورې په اشغال شویو سیمو کې په اسراییل میشته ښارګوټو لګیدلي دي. د صهیونیستي رژیم د فوځ ویاند هم له غزې څخه د ۱۹۰ راکټونو او توغندو فیر کیدل تایید کړي دي. په ورته وخت کې صهیونیستي رژیم نن سهار(لړم۲۲)په یوه وخت د غزې پر تړانګه او دمشق برید وکړ. د فلسطین روغتیایي سرچینې وایي چې ددې بریدونو په پایله کې ۱۱ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

اصلي اړیکې: https://middleeastpress.com/pashto/1398/08/22/صهیونیستي-رژیم-ته-د-فلسطین-د-اسلامي-جها/

د اصلي پاڼې خلاصول

خبرگزاری خاورمیانه په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading