بازتاب نیوز

اندرابي: که طالبان د سولې له رامنځته شوي فرصته ګټه وانه خلي، سخت به وځپل شي

٢٢ لړم ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي نن د پولیسو او خلکو تر منځ د همغږۍ غونډې ته وویل، اوس تر بل هر وخت وسله وال مخالفین ځپل شوي او د طالبانو د الفتح په نوم پیل شوي عملیات هم له ماتې سره مخ شوي دي. ده زیاته کړه، که وسله وال طالبان د سولې له رامنځته شوي فرصته ګټه وانه خلي، د هېواد په هر ګوټ کې به له منځه یوړل شي. د نوموړي په خبره، د کورنیو چارو وزارت تر ډېره د تروریستي او جنایي جرمونو پر وړاندې پر مبارزې بوخت و، خو اوس یې د پولیسو او خلکو تر منځ د همغږۍ پراخېدو ته پام ډېر کړی دی. مسعود اندرابي څرګندوي چې په دغه وزارت کې د فساد پر وړاندې هم جدي مبارزه شوې او دا لړۍ به دوام ولري. د کورنیو چارو وزارت پر داسې مهال د خلکو او پولیسو تر منځ پر همغږۍ د تمرکز خبر ورکوي، چې د خلکو په وینا تر دې وړاندې یې دې برخه ته پام نه و کړی. The post اندرابي: که طالبان د سولې له رامنځته شوي فرصته ګټه وانه خلي، سخت به وځپل شي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/11/13/مسعود-اندرابي-که-طالبان-د-سولې-له-رامنځ/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading