بازتاب نیوز

کونړ کې د سیمه ایزو پولیسو په ګډون ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

٢٤ لړم ١٣٩٨ خبرگزاری خاورمیانه

د کونړ چارواکي وایې د دې ولایت په نرنګ ولسوالی کې د وسله والو مخالفینو او سیمه ایز پولیسو ترمنځ وسله واله نښته شوې. دخاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمیم وایې، تیر ماښام د نرنګ ولسوالۍ « کوټکي »سیمه کې د وسله والو مخالفینو له لوري په سیمه ییزو پولیسو او ولسي خلکو ډزې شوي، چې له امله یې یو سیمه ایز پولیس وژل شوی او د یوه سیمه ییز پولیس په ګډون څلورتنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اصلي اړیکې: https://middleeastpress.com/pashto/1398/08/24/کونړ-کې-د-سیمه-ایزو-پولیسو-په-ګډون-۶-تنو/

د اصلي پاڼې خلاصول

خبرگزاری خاورمیانه په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading