بازتاب نیوز

پاکستان کې د تندر پرېوتو له امله ۲۷ تنه مړه شوي

٢٤ لړم ١٣٩٨ کندهار ملي راډیو تلوېزیون

د پاکستان د سېند ایالت په بېلا بېلو سیمو کې د تندر پرېوتو او تېزو بارانونو له امله ۲۷ کسان مړه شوي دي. د سېند صوبايي حکومت ویاند سعید غني ویلي، چې انتظامیې سیمه کې بېړنی حالت اعلان شوی او ژغورونکې ډلې تهر ريګستان سيمې ته رسېدلي دي. نوموړي وویل، د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان د تندر او ودانیو پریوتو په پېښو کې ټپیان شوي او اوسمهال په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي. ویل کېږي چې د مرګ ژوبلې شمېر ښايي تر دې هم زیات شي. ددې بارانونو او تندر پریوتو له امله سلګونه څاروي هم له منځه تللي دي. The post پاکستان کې د تندر پرېوتو له امله ۲۷ تنه مړه شوي appeared first on کندهار راډيو تلوېزيون.

اصلي اړیکې: https://kandahar-tv.com/1398/08/25/پاکستان-کې-د-تندر-پرېوتو-له-امله-۲۷-تنه/

د اصلي پاڼې خلاصول

کندهار ملي راډیو تلوېزیون په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading