بازتاب نیوز

حکومت یو ځل بیا سلګونه داعشیان د طالبانو له وېرې جلال اباد ښار ته انتقال کړي

٢٥ لړم ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۸ل): داسې مهال، چې د هیواد په ګڼو سیمو کې داعش جګړه ماران د طالب جنګیالیو تر درنو ګوزارنو لاندې دي؛ حکومت په بیا، بیا د داعش ډلې غړي د طالبانو له محاصرې خلاص او امن سیمو ته انتقالوي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کاږي، چې دوه ورځې وړاندې هغوی د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په «تختو» نومي سیمه کې د داعش جګړه مارانو وروستی ټولی محاصره کړ؛ خو حکومتي ځواکونو د الوتکو په بدرګه داعشیان امن سیمې ته یووړل «په دغه پيښه کې ۲۲۹ تنه د داعش مسلح افراد او د هغو د کورنیو غړي په هغو ترپالي موټرو کې جلال آباد ته انتقال شول چې هلیکوپترو يې بدرګه کوله.»

د طالبانو په خبره، په تېره یوه اوونۍ کې «۵۴۲» تنه وسلوال داعشیان له کورنیو سره په ګډه د حکومت او بهرنیانو له لوري ژغورل شوي.

طالبانو ددې ترڅنګ ادعا کړې، چې نور یې په افغانستان کې د داعش ډلې ټغر ور ټول کړی او د هغوی په وړاندې د شوو عملیاتو جزئیات به ژر رسنیز کړي.

دا لومړی ځل نه دی، چې حکومت او بهرنیان د داعش ډلې په هر اړخیز ملاتړ تورنېږي، له طالبانو سره، سره د ملي شورا یو شمېر غړو، چارواکو او حتی پخواني ولسمشر «حامد کرزي» هم منلې، چې داعش ډله د امریکا او ګډ حکومت پروژه ده او د هغوی له لوري تمویل او تجهیز کېږي.

طالبانو هم په خپله خبرپاڼه کې یادې خبرې ته په اشاره لیکلي «د کابل ادارې د امنیتي ارګانونو لخوا د داعش په ضد د عملیاتو ادعاوې هيڅ حقیقت نه لري، هغوی داعشي سیمو ته صرف د دې لپاره ورغلي وو چې په جګړه کې را ګير داعشیان او د هغوی د کورنیو غړي له مجاهدینو څخه روغ وژغوري او بیا بل وخت د هیواد په کومه بله برخه کې افزاري استفاده ترې وکړي.»

دوی ددې تر څنګ حکومت ته د پيغور په ډول وریاده کړې، چې خپل عسکر په اوونیو، اوونیو محاصره وي؛ خو حکومت یې د خلاصون غمه نه خوري.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/154730/حکومت-سلګونه-داعشیان-د-طالبانو-له-وېرې/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading