بازتاب نیوز

په اوكراين كې د داعش ډلې يو مهم غړى وژل شوى

٢٥ لړم ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د اوكراين د امنيت ادارې د داعش ډلې د يوه مهم غړي د نيول كېدو خبر وركړى دى. دې ادارې تېره ورځ په يوه خپره كړې خبرپاڼه كې ويلي، چې د ګرجستان اوسېدونكى البراء الشيشاني يې د اوكراين په پايتخت كيف كې نيولى دى. په خبرپاڼه كې راغلي، چې د داعش ډلې دا مهم غړى د اوكرايني او ګرجستاني ځواكونو په ګډو عملياتو كې ونيول شو. البراء الشيشاني د عمر الشيشاني د مرستيال په توګه دنده ترسره كړې ده. امريكا عمر الشيشاني د داعش ډلې د جګړې وزير بللى دى.   The post په اوكراين كې د داعش ډلې يو مهم غړى وژل شوى appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/11/16/په-اوكراين-كې-د-داعش-ډلې-يو-مهم-غړى-وژل-ش/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading