بازتاب نیوز

پوهنې وزارت: لوګر کې د زده کوونکو د جنسي ځورونې راپور حقیقت نه‌لري

٢٥ لړم ١٣٩٨ د امریکا غږ

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د دوی د څېړنو په اساس د لوګر ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې د زده کوونکو د جنسي ځورونې په اړه د ګارډین ورځپاڼې راپور حقیقت نه لري.

د انګلستان ګارډین ورځپاڼې تېره اونۍ د محمد موسی محمودي په نوم د لوګر ولایت د یوه مدني فعال له قوله راپور ورکړ، چې په لوګر ولایت کې د یو شمېر ښوونځیو ښوونکو او سیمه ییزو چارواکو څه باندې ۵۰۰ زده کوونکي جنسي ځورولي دي.

دغه ورځپاڼې د یاد مدني فعال له خولې همدارنګه ویلي، چې د یادې ستونزې له امله پنځو کورنیو خپل اولادونه له «شرمه»وژلي او یو شمېر له لوګر څخه نورو ولایتونو ته ګډه کړې ده.

د افغانستان د پوهنې وزارت د یاد راپور تر خپرېدو وروسته د تېرې پنجشنبې په ورځ په دې اړه د یو پلاوي په ټاکلو سره د څېړنو د پیلېدو خبر ورکړ.

د پوهنې وزارت ویاندې نوریه نضهت د شنبې په ورځ د نومبر پر ۱۶مه «لړم۲۵مه» امریکا غږ ته وویل، چې د یاد پلاوي د لومړنیو څېړنو په اساس د لوګر ولایت په ښوونځیو کې د هلکانو د جنسي ځورونې راپور «هېڅ» حقیقت نه لري.

اغلې نضهت زیاته کړه:"کوم چا چې دا راپور ګارډین ورځپاڼې ته ورکړی او ځان یې د مدني ټولنې استازی معرفي کړی دی، له ټولو رسنیو څخه بخښنه غوښتې ده او ویلي یې دي، چې د ده له خولې نه رسنیو ته غلط ارقام ورکړل شوي دي او له هغه څخه نادرست تعبیر شوی دی، هغه خپله دا مسئله منلې ده، خو موږ بیا هم په دې اړه څېړنو ته دوام ورکوو، زموږ لومړنۍ څېړنې ښيي چې دا راپور سل په سلو کې غلط دی."

نوموړې زیاته کړه، چې نن هم د پوهنې وزارت پلاوي په دې اړه د لوګر له والي، د ولایتي شورا له غړو او په ولسي جرګه کې د لوګر ولایت له استازو سره کتلي دي.

د لوګر ولایت د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال هم نن شنبه له امریکا غږ سره خبرو کې په دې اړه خپاره شوي راپورونه ردکړل.

امریکا غږ هڅه وکړه، چې په دې اړه د لوګر ولایت د مدني فعال محمد موسی محمودي نظر هم واخلي خو ونه توانېده.

اصلي اړیکې: https://www.pashtovoa.com/a/logar-sutdents-/5168575.html

د اصلي پاڼې خلاصول

د امریکا غږ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading