بازتاب نیوز

کابل: د لویې څارنوالۍ څلور تنو کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

٢٥ لړم ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۸ل):  د کابل ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د لويې څارنوالۍ څلور تنو کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د لویې څارنوالۍ ویاند «جمشید رسولي» اریانا نیوز ته ویلي، چې یادو کسانو ته د قره باغ ولسوالۍ پورې اړوند سیمه کې هغه مهال  مرګ ژوبله واوښته، چې د بګرام هوايي اډې ته په لار باندې نامعلومو وسلوالو ورباندې برید وکړ.

د رسولې په خبره، په برید کې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

بل لور ته د قره باغ ولسوالۍ ولسوال «عظیم دل اقا» وايي، پېښه د کابل-شمال په لویه لاره سبز سنګ نومي کلي کې رامنځته شوې.

د نوموړي په قول، په برید کې درې تنه وژل شوي او یو بل ټپي دی.

تر دې دمه د پېښې مسئولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخستی.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/154756/کابل-د-لویې-څارنوالۍ-څلور-تنو-کارکوونک/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading