بازتاب نیوز

ولسي جرګه په لوګر كې پر زده كوونكو د جنسي تېري قضيه څېړي

٢٥ لړم ١٣٩٨ د كليد ګروپ

ولسي جرګې په لوګر كې پر زده كوونكو د جنسي تېري قضيې د څېړلو لپاره پلاوى وټاكه. د دې جرګې غړې مريم سما وايي، د ماشومانو ځورونه جرم او جنايت دى. د هغې په خبره، بايد د لويې څارنوالۍ، كورنيو چارو وزارت، پوهنې وزارت، د ملي امنيت عمومي رياست او پارلمان ګډ پلاوى لوګر ته ولېږل شي، ترڅو د يادې قضيې كره او ناكره والى روښانه كړي. په همدې حال كې د ولسي جرګې رئيس مير رحمان رحماني په لوګر كې پر زده كوونكو جنسي تېرى وحشتناك وباله او د دغې جرګې له پلاوي د هغه د جدي تعقيب غوښتونكى شو. ګارډين ورځپاڼې په دې وروستيو راپور خپور كړى، چې په كې ويل شوي، د لوګر د شپږو ښوونځيو پر ۵۴۶ زده كوونكو جنسي تېري شوي دي. د راپور پر بنسټ، پنځو كورنيو په ټولنيزو رسنيو كې د خپلو ماشومانو د ويډيوګانو تر خپرېدو وروسته هغوى وژلي او لږ تر لږه ۲۵ زيانمنو شوو هلكانو خپل كورونه پرېښي دي.   The post ولسي جرګه په لوګر كې پر زده كوونكو د جنسي تېري قضيه څېړي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/11/16/ولسي-جرګه-په-لوګر-كې-پر-زده-كوونكو-د-جنس/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading