بازتاب نیوز

بهرنيو الوتکو په کندهار کې دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

٢٥ لړم ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۸ل): د بهرنيو ځواکونو الوتکو د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو پر پوسته برید کړی دی.

د کندهار امنيتي سرچينې وايي، دا پېښه د ميوند ولسوالۍ په شلغمي سيمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچينې په حواله، په دغه هوايي برید کې لږ تر لږه دوه پوليس وژل شوي او د ملي اردو څلور عسکر ټپيان دي.

د کندهار ولايت چارواکو او په افغانستان کې د ناټو قاطع ملاتړ ماموريت تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

څو ورځې وړاندې هم بهرنيو ځواکونو د لوګر ولايت مرکز «پل علم» ته څېرمه خضر سيمه کې هم بهرنيو الوتکو د دولتي عسکرو پر پوسته برید کې اوو تنو ته مرګ ژوبل اړولې وه.

له تېرو څو کلونو راهيسې د بهرنيو پوځيانو له لوري وخت پر وخت د دولتي عسکرو پر پوستو بریدونه کيږي، خو د ګډ حکومت چارواکو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی او نه يې په دې اړه کوم رسمي شکايت کړی دی.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/154768/بهرنيو-الوتکو-په-کندهار-کې-دولتي-عسکرو/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading