بازتاب نیوز

د ننګرهار د کرنې رییس خپل ژوند له لاسه ورکړ

٢٦ لړم ١٣٩٨ خبرگزاری خاورمیانه

د ننګرهار د کرنې رییس د کابل ـ جلال اباد پر لویه لار په یوه ترافیکي پیښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه ترافیکي پیښه نن سهار( لړم ۲۶) د کابل ـ جلال اباد پر لویه لار د سرخکانو په سیمه کې رامنځته شوي ده. د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې په دې ترافیکي پیښه کې د ننګرهار د کرنې،اوبو رسونې او مالدارۍ رییس سمیع الله نصرت خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په ورته وخت کې د کرنې ،اوبو رسونې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي هم دغه پیښه تایید کړي ده. انجینر نصرت د پینځو کالو راهیسې د ننګرهار د کرنې،اوبو رسونې او مالدارۍ ریاست په برخه کې فعالیت کوي.

اصلي اړیکې: https://middleeastpress.com/pashto/1398/08/26/د-ننګرهار-د-کرنې-رییس-خپل-ژوند-له-لاسه-و/

د اصلي پاڼې خلاصول

خبرگزاری خاورمیانه په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading