بازتاب نیوز

ننګرهار: د ګوړې له سلګونو ګاڼیو یوازې یو څو پاتې دي

٩ ليندی ١٣٩٨ بی بی سی

Image caption د ګنیو کموالی د ګوړې جوړولو ګڼ شمېر ګاڼیو د تړل کېدو سبب شوي دي (ارشیف تصویر)

د افغانستان ختيځ ولايت ننګرهار کې د ګنيو کروندې او ورسره دګوړې کاروبار پيکه شوی دی. شاوخوا لس کاله وړاندې يواځې د دې ولايت په کامې ولسوالۍ کې سلګونه ګاڼۍ وې او زرګونه خلکو د همدې کاروباره د خپل کور روزي برابروله، خو اوس په دې ټوله ولسوالۍ کې یوازې پنځه ګاڼۍ فعالې دي.

د کرنې چارواکي وايي، سږ د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې ۱۷ سوه هکتاره ځمکه باندې ګڼي کرل شوي چې اټکل ۹۵ ټڼه ګني ترې ترلاسه شي.

چارواکي وايي چې دا د څو کالو مخکې پرتله، لوی کموالی ښيي، که څه هم په دې برخه کې کره شمېرې نه شته.

د ګنیو کموالی د ګوړې جوړولو ګڼ شمېر ګاڼیو د تړل کېدو سبب شوي دي. چارواکي وايي هڅه کوي ګروندګر بیا د ګنیو کرلو ته وهڅوي.

'ګوړه - ګوړه وایه''

آیا بوره رښتیا هم ډېر زیانمنونکی څیز دی؟

ویل کېږي، د کار ماشیني کېدو له امله اوس ګڼ شمېر پخوانۍ دودیزې ګاڼۍ بندې شوي، خو دا یې یوازینی لامل نه دی، بلکې لوی لامل د ګوړې جوړلولو لپاره د ګنیو کموالی بلل کېږي، چې د لته په ټوله کامه کې له سلګونو ګاڼیو اوس یوازې پنځه هغه یې پاتي دي، چې په یوه کې یې له لسو تر دوولسو کسانو پورې کسان د شربت له ايستلو، د ګاڼۍ د اور تر بلولو او ګوړې د چکۍ کولو کار کوي.

د جلال آباد ښار د ډنډ غاړې په مشهور بازار کې د ګوړې د توليد په دې موسم کې د افغانستان په ځانګړي ډول د ننګرهار ګوړه نه موندل کېږي. دې بازار ته ډېره ګوړه اوس له پاکستانه راځي.

ننګرهار کې چارواکي سږ کال د دغه ولایت د کامې سربېره په بهسود، ښېوه او بټي کوټ ولسواليو کې پر شاوخوا اولس سوه هکتاره ځمکه ګني کرل شوي دي، خو دوی وايي چې دا د پخوا پرتله ډېر کموالی ښيي.

کروندګر بیا وايي، د ګنو خواري ډېره، خو ګټه یې هغومره نه ده، ځکه ډېرو یې اوس د سبو کرولو ته مخه کړې ده.

Image caption افغانستان او پاکستان کې د ګوړې چای هم مینه وال لري او د مېوې له ګډولو وروسته د ډالۍ په توګه هم ورکول کېږي.

د ګوړې ګاڼیو د کارو بار پیکه کېدو یو بل لامل د بزګرو په وینا دا دی چې ډېره برخه ګني د شربت جوړولو لپاره بازار ته ورځي او دوی وايي تر ګوړې د ګنیو د تازه شربت بازار ښه دی.

د ننګرهار د کرنې چارواکي وايي، هڅه يې داده چې کروندګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي چې بیا د ګنو کر او د ګوړې جوړولو ته ورمخه کړي.

ننګرهار په افغانستان کې په دودیزه توګه د ګنیو د کر تر ټولو لویه سیمه ده.

دغه ولایت پرېمانه اوبه لري او ځمکه او موسم یې د ګنیو کر، کیلې ته جوړه ده، نو د ګوړې په جوړولو کې د اسانیتاوو په راتګ او د ګوړې بیې او بازار به ښه کېدو اټکل دی چې ډېری کروندګر به دغه خواږه کښت ته بیا وروګرځي.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-50614598

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading