بازتاب نیوز

لندن کې د ناټو ناسته پیل شوه، او افغانستان هم د محور برخه ده

١٢ ليندی ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

لندن کې د ناټو ناسته نن ( سه شنبه ډسمبر ۳ ) پیل شوه او سبا ورځ به هم دوام وکړي.

د ناټو دغه ناسته د دغه بنسټ د ۷۰ مې کلیزې په پار د انګلستان په لندن ښار کې د امریکا او د ناټو غړیو هېوادونو د مشرانو په ګډون کې نن په رسمي توګه پیل شوه چې دوه ورځې به دوام وکړي.

دغه ناسته کې د ناټو غړیو هېوادونو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی چې د نړۍ په بېلا بېلو برخو او په ځاناګړې توګه افغانستان کې د ناټو پر ماموریت او افغان سولې به خبرې وشي.

د ناټو سر منشي هم ویلي چې افغانستان به هم د دغې ناستې د محور له اساسي برخو څخه وي.

په ټوله کې د امریکا او ناټو غړیو هېوادونو مشران به د نړیوال امنیت، تروریزم سره مبارزه او د افغانستان او عراق په وضعیت خبرې وکړي.

ناټو چې یو سیاسي او پوځي بنسټ دي په کال ۱۹۴۹ کې د پانګوالو هېوادونو له لوري جوړ شو چې اوس مهال ۲۹ هېوادونه د دغه بنسټ غړيتوب لري.

امریکا، انګلستان، بلجیم، کاناډا، ډنمارک، فرانسه، هالنډ، ايټالیا، ناروې، د ناټو له لومړنیو غړیو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/23704

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading