بازتاب نیوز

بلخ کې ګازو د یوې کورنۍ د ۴ غړیو ژوند واخیست

١٢ ليندی ١٣٩٨ سلام وطندار

په مزارشریف ښار کې د ابوعلي سینا بلخي روغتون مسوولان په دغه ولایت کې د ګازو نیول کېدو له کبله د یوې کورنۍ د ۴ غړیو د مړه کېدو خبر ورکوي. دوی وايي، یاده پېښه د بلخ په دهدادي ولسوالي کې شوې ده.

د یاد روغتون سر طبیب نورمحمد فیض وايي، نن سهار د دوو نجونو او دوه هلکانو جسدونه روغتون ته ور وړل شوي چې د ډبرو سکرو سوځولو پر مهال د مونوکسید کاربن د ګازو خوشې کېدو له کبله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د نوموړي په وینا، د دغې کورنۍ پلار او مور هم بې‌سېکه شوي دي.

خلک د سړو پر مهال د خپلو کورونو تودولو لپاره د ډبرو سکاره کاروي، خو د سټنډرډ او مناسبو بخاریو نه لرلو له کبل، د ډبرو سکرو سوځولو پر مهال د مونوکسید کاربن ګاز له بخارۍ وځي او د خلکو د مړینې لامل کېږي.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=51656

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading