بازتاب نیوز

د میدان‌وردګ نیمايي وګړي هزاره دي، خو «یوه څوکۍ» لري

١٢ ليندی ١٣٩٨ سلام وطندار

په ولسي جرګه کې د میدان وردګ ولایت استازی مهدي راسخ سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت په محلي ادارو کې د هزاره‌ګانو ونډه د هغوی د شمېر په پرتله ډېره کمه ده. د نوموړي په وینا، یوازې یوه هزاره مېرمن د میدان وردګ په محلي اداره کې ځای لري.

دا په داسې حال کې ده چې د میدان‌وردګ ولایت نیمايي وګړي هزاره‌ګان دي.

د دغه ولایت د وګړیو شمېر کولای شو په ملي شورا کې د هغوی له ونډې په ګوته کړو. د ولسي جرګې له ۵ غړیو نه درې او د ولایتي شورا د ۱۵ غړیو له ډلې ۸ یې هزاره‌ګان دي.

راسخ دا ډول جوړښت ناعادلانه بولي او وايي، د میدان وردګ ولایت د ۴۲ مهمو څوکیو له ډلې یوازې یوه مېرمنه د مستوفیت رییسه ده.

نوموړی وايي، دا موضوع یې د ولایت له چارواکیو سره شریکه کړې، خو مناسب ځواب یې نه‌دی ترلاسه کړی او اوس غواړي دا «بې‌عدالتي او ظلم» په ولسي جرګه کې هم شریک کړي.

خو د میدان وردګ ولایت د والي ویاند محب‌الله شریفزي سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت په محلي اداره کې د قومونو ترکیب په پام کې نیول شوی او دا ادعاوې بې‌بنسټه دي.

د نوموړي په وینا، د دغه ولایت په محلي اداره کې ټول کسان د ازادې سیالۍ له لارې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له لارې ګومارل شوي دي.

میدان وردګ، د هېواد د مرکزي ولایتونو له ډلې یو دی چې له کابل، پروان، بامیان، غزني او لوګر ولایتونو سره ګډه پوله لري او ۹۰۲۳ کیلومتره مربع مساحت لري.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=51655

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading