بازتاب نیوز

د جرمني دفاع وزیره: د افغان ټاکنو پایلې دې اعلان شي

١٢ ليندی ١٣٩٨ بی بی سی

د جرمني د دفاع وزیرې انېګرېت کرامپ کارنباور له افغان ولسمشر اشرف غني سره ګډه خبرغونډه کې غوښتنه وکړه چې د افغان ولسمشرۍ ټاکنو پایلې اعلان کړي.

نوموړې کابل ته د خپل سفر پر مهال وویل، هیلمنه ده چې د افغان ټاکنو پایلې ژر اعلان شي چې پایله یې ټولو ته د منلو وي.

کرامپ کارنباور افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو پایله کې د داسې ځواکمن حکومت د جوړېدو هیله وکړه چې د سولې خبرې لا پیاوړې کړي.

ولسي جرګه: پر واټونو زور ازمویل د هېچا په ګټه نه دي

د بهرنیو ځواکونو قومندان او افغان دفاع وزیر جنرال دوستم سره وکتل

د اسیا بنسټ: نژدې ۹۰ سلنه افغانان د سولې د خبرو پلویان دي

د ټاکنو د پایلو د اعلان غوښتنه په داسې مهال ده چې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان تېره ورځ جوزجان ولایت کې له جنرال دوستم سره ولیدل.

له ناستې وروسته ښاغلي دوستم رسنیو ته وویل، چې تر ډېره یې پر امنیت خبرې درلودې.

ښاغلي دوستم زیاته کړه چې د ټاکنو خبرې د کمېسون اړوند دي او دا کمېسون دې نور خلک نه اندېښمنوي، ژر دې پایلې ته ورسېږي او لومړنۍ پایله دې اعلان کړي.

Image caption ټاکنو کمېسیون اوس د رایو د بیا شمېرنې په بهیر کې دی چې د ۲۶ ولایتونو د رایو بیا شمېرنه یې بشپړه کړې.

ولسمشر غني دې ناسته کې د جرمني مننه وکړه چې د افغانستان د امنیت په تېره د شمالي ولایتونو کې یې له افغان ځواکونو سره د امنیت خوندیتوب کې مرسته کړې ده.

د افغان پوځ زدکړه، تمویل او تجهیز کې یې ډېر څرګند رول لوبولی دی.

جرمني په افغانستان کې پر پوځي شتون سربېره له افغانستان سره د بیارغونې او نورو چارو په برخه کې هم تر اوه میلیارد ډالرو مرسته کړې ده او ولسمشر غني په نننۍ غونډه کې دا مرسته ډېره اغېزناکه وبلله.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-50641037

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading