بازتاب نیوز

لیونل مسي یو ځل بیا د سروزو توپ وګاټه

١٢ ليندی ١٣٩٨ د كليد ګروپ

لیونل مسي تېره شپه د فرانسې هېواد په پاريس ښار کې د سروزرو توپ ترلاسه کړ او په دې سره یې د فوټبال په تاریخ کې یو نوی ريکارډ ثبت کړ. له دې وړاندې مسي او رونالډو د فوټبال په تاریخ کې پنځه پنځه ځلې د سررزرو ټوپونه ترلاسه کړي وو، چې تر دې وړاندې د فوټبال هيڅ کوم لوبغاړی نه و توانیدلی، چې پنځه د سرو زرو ټوپونه ترلاسه کړي. مسي د خپل فوټبالي دوران د سروزرو شپږم توپ په داسې حال کې تر لاسه کړ، چې دو نور لوبغاړي فنډایک د ليورپول فوټبال کلپ او کریستیانو رونالډو له یونټوس فوتبال کلپ څخه دغې جایزې ته نوماندان وو. د سروزو توپ هر کال د فوټبال د کال غوره لوبغاړي ته ورکول کیږي او دا جایزه د هر لوبغاړي ارمان دی چې یو ځل دغه توپ تر لاسه کړي. The post لیونل مسي یو ځل بیا د سروزو توپ وګاټه appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/12/03/لیونل-مسي-یو-ځل-بیا-د-سروزو-توپ-وګاټه/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading