بازتاب نیوز

په بلخ کې ګازي بخارۍ د څلورو کسانو ژوند واخیست

١٢ ليندی ١٣٩٨ د كليد ګروپ

په بلخ کې د یوې کورنۍ څلور غړي د ګازي بخارۍ او ګازنیولو له کبله وژل شوي. د مزارشریف د ملکي روغتون مسولان په دغه ولایت کې د ګاز نیوونې له کبله د یوې کورنۍ د څلورو غړو د وژل کېدو خبر ورکوي. د مزارشریف د ابو علي سینا روغتون امر ډاکتر شفیق الله شفیق کلید ته وویل، چې دغه کسان تېره شپه د ګاز نیونې له کبله وژل شوي او مړي یې یاد روغتون ته وړل شوي دي. هر کال د بلخ په ګډون په ډېر شمېر ولایتونو کې د ژمي په موسم کې له ګازي بخاریو ګټه اخیستل کېږي، چې ډېری وخت د هېوادوالو د مرګ ژوبلې لامل کېږي. The post په بلخ کې ګازي بخارۍ د څلورو کسانو ژوند واخیست appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/12/03/په-بلخ-کې-ګازي-بخارۍ-د-څلورو-کسانو-ژوند/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading