بازتاب نیوز

د افغانستان ۶۴ فیصده خلک د سولې خبرو بریالي کېدو ته هیله مند دي

١٢ ليندی ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د افغانستان په تړاو د اسیا بنسټ نظر پوښتنه ښيي، چې افغانان د پخوا په پرتله د سولې خبرو ته هیله مند شوي دي. د دغه بنسټ یوه غړي فضل الربي وردک نن یو خبري کنفرانس ته په خبرو کې وویل، چې په دغه نظر پوښتنه کې له ۱۸ زرو کسانو سره مخامخ مرکې شوې او ۶۴ فیصده افغانان پر دې باور دي، چې له طالبانو سره د امریکا او افغان حکومت اوسنۍ خبرې بریالۍ کېږي. د ده په نظر ۳۶ فیصده افغانان پر دې نظر دي، چې افغانستان سم لوري ته روان دی او ۵۸ فیصده خلک بیا د هېواد راتلونکي ته اندېښمن بلل شوي دي. دغه سروې د جولای له ۱۱مې د اګېسټ تر اوومې نېټې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ترسره شوې، چې ۸۲ فیصده مرکې په کلیوالي سیمو کې شوې او د خلکو نظرونه پوښتل شوي دي. په شوې نظر پوښتنه کې څرګنده شوې، چې د افغانانو خوشبیني تر ډېره بیارغونې او د سولې پیل شوو خبرو ښودل شوې ده. The post د افغانستان ۶۴ فیصده خلک د سولې خبرو بریالي کېدو ته هیله مند دي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/12/03/د-افغانستان-۶۴-فیصده-خلک-د-سولې-خبرو-بری/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading