بازتاب نیوز

آسیا بنسټ: ۹۰ سلنه افغانان د سولې خبرو د پیل غوښتوونکي دي

١٢ ليندی ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

د آسیا بنست د نظر پوښتنې له مخې ۹۰ سلنه افغان د افغان حکومت او طابانو ترمنځ د  سولې د خبرو غوښتوونکي دي، د آسیا بنسټ د سروې له مخې ډیری افغانان په دې باور دي چې د طالبان او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرې به مثبته پایله ورکړي.

دغه ارزونه چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې ترسره شوې له ۱۸ زره کسانو چې عمرونه یې له اتلس کلونو لوړ ښودل شوي دي د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې د خبرو پخلی کړی دی.

دغه نظر پوښتنه کې ۸۰ سلنه د کلیو له خلکو ارزونه شوې او ۲۰ سلنه له ښار مېشتو، د ښځو او نارینوو ګډون پکې پنځوس پنځوس ښودل شوی دی، چې د نظر پوښتنې ګدونوال پنځوس سلنه ښځینه او پاتې پنځوس سلنه یې نارینه دي.

امنیت، سوله، اقتصاد، فساد، ټاکنې، ځوانان رسنیو ته لاس رسی، کډوالي او د ښځو ونډه  د آسیا بنسټ د نظر پوښتنې موضاعت دي.

 د نظر پوښتنې له مخې  سویل لویدیځ ولایتونو کې سولې ته د خلکو هیلي او باور ډیر دی، په مرکزي ولایتونو کې بیا د خلکو هیلي او باور پر سولې خورا کم دي، د مرکزي ولایتونو یوازې ۳۸،۷ سلنه خلک سولې ته هیلمند دي په داسې حال کې چې د سویل لویدیځ ولایتونو ۷۲،۹ سلنه خلک سولې ته هیلمند او یقین لري چې سوله به راځي.

ددغې سروې پر اساس روان کال کې د هغو افغانانو شمېر هم لوړ شوی دی چې فکر کوي افغانستان سم لور ته روان دی، ۳۶،۱ سلنه افغانان فکرکوي چې افغانستان سم لور ته روان دی، په داسې حال کې چې تېرکال دغه فکر له ۳۲،۸ سلنه افغانانو سره وو.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/23707

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading