بازتاب نیوز

المان د افغانستان د ټاکنو د پایلې ژر اعلان غواړي

١٢ ليندی ١٣٩٨ سلام وطندار

د المان دفاع وزیرې انه ګرېټ کرمپ کارنباور چې په افغانستان کې د دغه هېواد له سرتېرو سره د لیدنې په موخه کابل ته راغلې، په ارګ کې یې له ولسمشر محمداشرف غني سره په یوې ګډې خبري غونډه کې د ولسمشري ټاکنو د پایلې ژر تر ژره اعلانېدو غوښتنه وکړه.

د المان دفاع وزیرې وویل، ټول سیاسي لوري هم باید د ولسمشري ټاکنو پایلې ومني.

کارنباور وايي، هېواد یې له افغانستان سره د څو لسیزو دوستي لري او په بېلابېلو برخو کې همکاري ورسره کوي.

د هغې په وینا، د ټاکنو په پایله کې چې کوم پیاوړی دولت جوړېږي، کولای شي د سولې خبرې غښتلې کړي؛ نو په وینا یې، هیله لري چې د دغو ټاکنو پایلې ژر اعلان او د ټولو خواوو له لوري ومنل شی.

په همدې حال کې ولسمشر محمداشرف غني هم په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د ښځو د پیاوړتیا په برخه کې د المان مرستې مهمې وبللې او له افغانستان سره یې د دغه هېواد د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.

د ولسمشر غني په وینا، المان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د سولې په بهیر کې یې د اسان‌چاري رول لوبولی دی.

د المان دفاع وزیرې د دغه سفر پر مهال په مزارشریف ښار کې له مارمل کمپ نه هم لیدنه وکړه.

المان اوس په افغانستان کې ۱۳سوه سرتېري لري چې ویل کېږي ډېری یې په بلخ ولایت کې مېشت دي.

اړوند مطالب:

د ثبات او همپالنې پلویانو په فاریاب او تخار کې لاریونونه وکړل

حکمتیار: د ولسمشري ټاکنې دې بیا وشي

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=51660

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading