امریکا: لوګر کې دې د ماشومانو د جنسي ځورونې قضیه وڅېړل شي
١٢ ليندی ١٣٩٨

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغان حکومت ادارې دې لوګر کې د ماشومانو د جنسي ځورونې قضیه وڅېړي.
د یاد وزارت په رسمي ټویټر پاڼه لیکل شوي « موږ د لویې څارنوالۍ په ګډون له ټولو افغان ادارو هیله کوو، چې په لوګر کې د ماشومانو د جنسي ځورونې په تړاو خپاره شوي اندېښمنوونکي راپورونه دقیق وڅېړي او په تړاو یې قاطع اجرآت وکړي.»
We call on Afghan authorities, including the Attorney General’s Office, to take decisive action on deeply troubling reports of sexual abuse in Logar schools. Sexual violence and practices like bacha bazi have no place in any society. AGW
— State_SCA (@State_SCA) December 3, 2019
بهرنیو چارو وزارت وروسته له هغه لوګر کې د جنسي ځورونې د قضیې د څېړلو غوښتنه کوي، چې څه موده وړاندې د یاد ولایت د مدني ټولنو رییس داسې راپورونه خپاره کړل، چې ګواکي ۵۰۰ تنه زده کوونکي د خپلو ښوونکو له لوري جنسي ځورول شوي.
ددې راپورونو خپرېدو بېلابېل غبرګونونه راوپارول، پوهنې وزارت په لومړیو کې یاد راپور په شدت رد کړ؛ خو وروسته یې د پېښې پلټلو لپاره یو حقیقت موندونکی کمېسیون وټاکه.
د یاد راپور له خپرېدو وروسته ملي امنیت د لوګر د مدني ټولنو رییس وتښتاوه او وروسته یې ورباندې داسې ويډیو ثبت کړه، چې نوموړی پکې خپل خپور شوی راپور غلط باله او له حکومت څخه یې د بښنې هیله لرله.
شریک یې کړئ:اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/155640/د-امریکا-د-بهرنیو-چارو-وزارت-لوګر-کې-دې/