بازتاب نیوز

د جرمني دفاع وزیرې د افغانستان د ټاکنو د پایلو پر اعلان ټینګار وکړ

١٢ ليندی ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د جرمني دفاع وزیرې انیګرېټ کرامپ کارنباور له جمهور رییس محمد اشرف غني سره په یوه خبري غونډه کې د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو د پایلو د ژر تر ژره اعلان غوښتنه وکړه. بلخوا، جمهور رییس غني په دغه ناسته کې مېرمن کارنباور ته د ټاکنو د پایلو د اعلان په تړاو ډاډ وکړ او د افغان سولې او په یو شمېر نورو برخو کې یې د دغه هېواد له هڅو مننه وکړه. د جرمني دفاع وزیره نن په یو رسمي سفر افغانستان ته راغله او دلته یې له جمهور رییس غني او نورو لوړپوړو چارواکو سره وکتل. جرمني دا مهال په افغانستان کې ۱۳۰۰ سرتیري لري، چې په کابل، مزار شریف او کندز ولایت کې مېشت دي. The post د جرمني دفاع وزیرې د افغانستان د ټاکنو د پایلو پر اعلان ټینګار وکړ appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/12/03/د-جرمني-دفاع-وزیرې-د-افغانستان-د-ټاکنو-د/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading