بازتاب نیوز

د جرمني د دفاع وزیرې هم د افغان ټاکنو د پایلو اعلان غوښتنه وکړه

١٢ ليندی ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

“کرامپ کارن باوئر” د جرمني د دفاع وزارت وزيره افغانستان ته راغلي او له ولسمشر غني سره یې په یو لړ مسایلو خبرې کړي دي، مېرمن کارنبارو هیله ښودلې چې د افغانستان د ټاکنو پایلې ژر تر ژره اعلان شي.

افغان ولسمشر غني او د جرمنې د دفاع وزیرې نن ( سه شنبه لیندۍ ۱۲ ) کابل کې ګډه خبري ناسته  جوړه کړه چې د جرمني د دفاع وزیرې د افغانستان د ټاکنو د پایلو د ژر ترژره د اعلان غوښتنه وکړه.

مېرمن “کارن باوئر” همداراز هیله څرګنده کړه چې د ټاکنو داسې پایلې اعلان شي چې ټولو ښیکلو خواوو ته د منلو وړ وي، او د ټاکنو پر مټ یو داسې پیاوړي حکومت رامنځته شي چې د سولې خبرې په ښه توګه پر مخ یوسي.

افغان ولسمشر غني هم جرمني د افغانستان یو ښه ملاټر هېواد یاد کړ، او افغانستان ته یې د دغه هېواد له مرستو مننه وکړه.

په ورته وخت کې د جرمني د دفاع وزیرې د ملي وحدت حکومت له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سرم هم لیدلي، او افغانستان ته د اقتصادي او پوځي مرستو د دوام خبر یې ورکړی دی.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/23710

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading