بازتاب نیوز

پاکستان له فرضي کرښې ۳۰۰ متره دېخوا ماینونه ايښي

١٢ ليندی ١٣٩٨ سلام وطندار

د کونړ د دانګام ولسوالي اوسېدونکیو ته د پاکستاني توپچي بریدونو سربېره بل تازه سرخوږی د پاکستاني پوځیانو له خوا د ډيورنډ کرښې دې غاړې ته په ۳سوه مترۍ کې د پرسونل ضد ماینونه خښ کړي دي.

د دانګام ولسوال محمدرحمان دانش وايي، پر ډیورنډ کرښې له اغزن تار غځولو وروسته، اوس پاکستاني پوځ په دغې ولسوالي کې د ټولو نړیوالو اصولو خلاف شاوخوا ۳سوه متره له ډیورنډ فرضي کرښې دې غاړې ته د پرسونل ضد ماینونه ايښي دي.

هغه وویل، د دغو ماینونو له خښولو وروسته ځايي خلک خپلو سیمو ته تګ راتګ نه‌شي کولی.

دی وايي، موضوع یې د حکومت له مرکزي ادارې سره شریکه کړې، خو په وینا یې، تراوسه یې په اړه اقدام نه‌دی شوی.

د دانګام اوسېدونکي هم د پاکستان له لوري د هغوی په سیمو کې د ماینونو اېښودو په تړاو د افغان حکومت پر کمزوري دریځ نیوکه کوي.

د دغې ولسوالي قومي مشرانو زرمحمد او همې‌ګل وايي، پاکستاني پوځ له ډیورنډ کرښې شاوخوا ۳سوه متره دې خوا ته د پرسونل ضد بې‌شمېره ماینونه ایښي دي.

دوی اندېښنه ښيي چې د دانګام ولسوالي د غرنیو سیمو خلک غرونو ته د څارویو څرولو لپاره نه‌شي ورتلی؛ ځکه هلته هره شېبه د ماینونو د چاودلو خطر موجود دی.

د دوی په وینا، سره له دې چې پاکستان تل د دوی پر سیمو توغندي ويشتي، خو اوس یې له اغزن تار نه په دېخوا سیمه کې د پرسونل ضد ماینونه خښ کړي چې تر اوسه په‌کې بې‌شمېره څاروي مړه او یو شمېر کسان ژوبل شوي دي.

اغامحمد چې شل کاله عمر لري او د دانګام ولسوالی اوسېدونکی دی وايي، کیڼه پښه یې د پاکستان له لوري پر خښ شوي ماین هغه وخت برابره شوه چې په سیمه کې یې څاروي څرول.

سره له دې چې پاکستاني حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي او نه هم افغان حکومت له یاد هېواد سره پر ډیورنډ فرضي کرښې د هغه هېواد له لوري پر تېریو خبرې کړي، خو د دانګام ولسوالي اوسېدونکي له افغان حکومته غواړي چې د دغو ماینونو شنډولو ترڅنګ، له پاکستاني حکومت سره غوڅې خبرې وکړي.

اړوند مطالب:

کونړ کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو د جګړې دوام؛ ۳ کسان وژل شوي

پر کونړ د پاکستان راکېټي بريدونو د مدرسې ۳ زده‌کوونکي ووژل

پاکستاني پوځیانو پر کونړ له۷۰۰ ډېر توغندي توغولي

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=51666

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading