بازتاب نیوز

د ۵۸ سلنې خلکو په باور افغانستان پر ناسم لوري روان دی

١٢ ليندی ١٣٩٨ سلام وطندار

د اسیا بنسټ د افغانستان په اړه د نوې نظرپوښتنې موندنې نن خپرې کړې.

دغه موندنې ښيي چې ۵۸ سلنه خلک باور لري چې افغانستان پر ناسم لوري روان دی، په داسې حال کې چې ۳۶ سلنه نور بیا باوري دي چې هېواد یې پر سم لوري روان دی.

په ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې د خلکو د خوشبینۍ کچه تر ټولو لوړه او په ۲۰۱۶ کې د اقتصادي او ټاکنیزو ستونزو ترڅنګ، د بهرنیو ځواکونو د کموالي له کبله په تر ټولو ټیټه کچه کې ځای درلود.

په افغانستان کې د اسیا بنسټ د سټراټېژیکو پروګرامونو رییس فضل‌ربي وردګ وايي، دا نظر پوښتنه د مخامخ خبرو اترو له لارې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له ۱۷ زره او ۸۱۲ کسانو سره شوې ده.

د نوموړي په وینا، شاوخوا ۹۰ سلنه خلک د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرو اترو ملاتړ کوي او ۶۴ سلنه نور وايي چې له طالبانو سره سوله شونې ده.

د دې نظرپوښتنې موندنې ښيي چې ۷۴ سلنه خلک ډېر کله د خپل شخصي خوندیتوب په اړه د وېرې احساس کوي او دا شمېره د تېرو کلونو په پرتله ۳ سلنه لوړوالی ښيي.

له طالبانو سره د مقابلې پر مهال د وېرې کچه ۹۳ سلنه ده، په داسې حال کې چې له داعش ډلې سره د مخامخ کېدو په صورت کې دا کچه ۹۵ سلنې ته رسېږي.

دې نظر پوښتنې موندلې چې طالبان د ۶۸ سلنې امنیتي ګواښونو د رامنځته کولو لامل دي.

د نظرپوښتنې له مخې، ۷۷ سلنه خلک د خپلو کورنیو د اقتصادي وضعیت په اړه اندېښمن دي او ۸۱ سلنه هغو خلکو چې په دې نظرپوښتنه کې ورسره مرکې شوي، د خپل ژوند تر ټولو ستره ستونزه فساد یاد کړی دی.

د اسیا بنسټ نظرپوښتنه ښیي چې شاوخوا ۷۸ سلنه خلک د انټرنېټ، ۷۵ سلنه د راډیو او ۷۴ سلنه هم د ټلوېزیون له لارې د خبرونو او پېښو په اړه معلومات ترلاسه کوي.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=51670

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading