بازتاب نیوز

ناټو د دغه سازمان د جوړېدو اویایمه کلیزه ونمانځله

١٢ ليندی ١٣٩٨ سلام وطندار

د ناټو د غړیو هېوادونو مشران نن په لندن کې سره راټول شول او د دغه سازمان اویایمه کلیزه یې ونمانځله.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناټو له سرمنشي ینس‌سټولټنبرګ سره په ګډه خبري غونډه کې چې د امریکا په سفارت کې جوړه شوې وه، د فرانسې پر ولسمشر امانوېل مکرون نیوکه وکړه.

ټرمپ د مکرون هغه څرګندونې چې ویلي و، د ناټو په اړه د امریکا بې‌غورۍ دغه سازمان پر مغزي مرګ اخته کړی، سپکاوی او نامناسب وباله.

د امریکا ولسمشر او د ناټو سرمنشي د ناټو د غړیو هېوادونو د ونډې او پرمختګونو په اړه خبرې وکړې. ټاکل شوې اروپايي اتحادیه او کاناډا د ۲۰۲۰ کال تر پایه ۱۳۰ میلیارډه ډالر دغه سازمان ته ورکړي او دا شمېر به د ۲۰۲۴ کال تر پایه ۴۰۰ میلیارډه ډالرو ته ورسېږي.

دواړو لوریو د ګډو ځواکونو د پرمختګ او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه هم خبرې وکړې. د ناټو سرمنشي وايي چې دغه سازمان په تاریخ کې تر ټولو تلپاتې او بریالی تړون دی.

د امریکا ولسمشر داسې مهال پر فرانسې نیوکه کوي چې پرون یې هم ګواښ کړی و چې د فرانسې د وارداتي توکیو له ۲.۴ میلیارډه ډالرو به ۱۰۰ سلنه تعرفه کېږدي.

ټاکل شوې دویمه ملکه الیزابت نن شپه په باګینهام ماڼۍ کې د ناټو د غړیو هېوادونو کوربه‌توب وکړي.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=51672

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading