بازتاب نیوز

له طالبانو سره د سولې او اوربند خبرې

١٢ ليندی ١٣٩٨ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو د تبليغاتي کمپاين په موخه له طالبانو سره د سولې او اوربند خبرې کوي. دا څرګندونې د «فاکس نيوز» تلويزوني شبکې د سياسي چارو کارپوهې او د «منهاتن» څېړنيز مرکز محققې جوديت ميلر کړي او وايي، ټرمپ هڅه کوي د دې تبليغاتي کمپاين په مرسته خپله بهرنۍ تګلاره بريالۍ او له لاسته راوړنو ډکه وښيي. ميرمن ميلر وايي، د سولې په اړه د ټرمپ څرګندونې يوازې د ټاکنيز کمپيان برخه ده، په داسې حال کې، چې دوه مياشتې مخکې نوموړي له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې او له هغه وخته راهيسې د افغانستان وضعيت کې کوم بدلون نه دی راغلی. د جوديت ميلر په وينا ټرمپ په دې لټه کې دی، تر څو د بهرنۍ تګلارې د بريا لپاره داسې څه ترلاسه کړي، چې د خلکو نظر د خپل ځان لپاره ور واړوي او د اوربند په اړه د هغه څرګندونې هم د طالبانو له لوري رد شوي او بې ځایه بلل شوي دي. دغه امريکايي کارپوهه وايي، د افغانستان له پنځوس سلنه زياته خاوره اوس هم د طالبانو په واک کې ده، د دوو مياشتو زيات وخت په تېرېدو لا هم د ولسمشريزو ټاکنو پایلې نه دي معلومې او حتا په خپله اشرف غني د افغانستان له بشپړ وضعيته ناخبره دی.

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/afghanistan/له-طالبانو-سره-د-سولې-او-اوربند-خبرې/

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading