بازتاب نیوز

پرعربستان سخته نیوکه

١٢ ليندی ١٣٩٨ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: د عفوې او بخښنې نړیوال سازمان پرون په یوه خبرپاڼه کښې د بشري حقوقو په لړ کښې د سعودي عربستان د تورې مخینې په وجه، په شل ډلې باندې د دغه هیواد په مشرۍ نیوکه وکړه. د بخښنې نړیوال سازمان په دغه بیانیه کښې عربستان د یو داسې هیواد په توګه یاد کړی چې د بشري حقوقو په لړ کښې یوه توره دوسیه لري او څرګندوي: عربستان ته د شل ډلې مشري په داسې حال کښې ورکړی شوه چې په دغه هیواد کښې د مسالمت غواړو منتقدانو د ظالمانه نیونو یوه نوې څپه پیل شوې ده. د ویلو ده چې سعودي عربستان له تیرې یکشنبې (د دسمبر له اولې نیټې) څخه د ۲۰ ډلې پړاویزه مشري په رسمي ډول ترلاسه کړه. دا په داسې حال کښې دي چې دغه هیواد په نړۍ کښې د انساني حقوقو یو ډیر ستر خلاف ورزي کونکی دی.

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/world/پرعربستان-سخته-نیوکه/

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading