بازتاب نیوز

دحکومت د جوړولو دطرحی وړاندې کول

١٢ ليندی ١٣٩٨ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: د ولسمشري ټاکنو د نوماندانو شورا په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د ملي مشارکت حکومت د جوړولو طرحه وړاندیز وکړه. په یاده طرحه کې د افغان سولې او ټاکنو پروسې ناکامې بلل شوي او لامل یې هم د یوه فعال او ځواب ویونکي دولت نه موجودیت یاد کړی دی. د نوماندانو شورا په طرحه کې راغلي چې د یوه ځواب ویونکي حکومت نه موجودیت لامل شوی چې د سولې پروسه په یوه سمبول بدله کړي او ټاکنیز ناورین هم د مهار پر ځای، زیات شي. د دغې طرحې له مخې، د ملي مشارکت حکومت به د داسې ټاکنو له لارې جوړېږي چې سراسري وي او په عادلانه او متوازن ډول ټول قومونه او لوري په‌کې ګډون وکړي. د نوماندانو شورا غړی احمدولي مسعود وايي، په تېرو دوو لسیزو کې ولسواکي ناکامه وه او اوس اړتیا ده چې د تفاهم ولسواکي یې ځای ونیسي. د نوموړي په وینا، د ملي مشارکت حکومت به د ملي اجماع جوړولو لامل شي او ټاکنیز ناورین به هم مهار کړي. هغه زیاتوي، ټاکنې باطلې دي او ټاکنیزو کمېسیونونو د دوی پر وړاندې خپل باور له لاسه ورکړی دی. د دغې شورا یو بل غړی شهاب حکیمي وايي، د ملي مشارکت حکومت په جوړولو سره به یو ځواب ویونکی حکومت جوړ او ټول هېوادوال به په‌کې ونډه ولري. خو ولسمشرۍ ماڼۍ دا طرحه د قانون خلاف بللې ده. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې د ملي مشارکت حکومت طرحه د اساسي قانون خلاف ده. نوموړي ټینګار کړی چې د ولسمشري نوماندان دې د خلکو ارادې او هغو رایو ته درنښت وکړي چې په وسیله یې خپل راتلونکی ولسمشر ټاکي. د نوماندانو شورا د طرحې له مخې، د ملي مشارکت حکومت کې به د اساسي قانون د ۷۲یمې مادې په رعایت خلک د وړتیا، زده‌کړو، جغرافیې او قومونو پر بنسټ برخه ولري.

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/afghanistan/دحکومت-د-جوړولو-دطرحی-وړاندې-کول/

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading