بازتاب نیوز

سروې: ۹۰ سلنه افغانان سوله او ۸۲ سلنه د بهرنيو پوځيانو ايستل غواړي

١٢ ليندی ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د اسيا بنسټ په خپلې سروې کې ويلي، چې د افغانستان نوي سلنه خلک د سولې غوښتونکي دي، ۶۴ سنله خلک په دې باور دي، چې د سولې خبرې بريالۍ کېدای شي او ۸۲ سلنه خلک د بهرنيو پوځيانو د وتلو پلويان دي.

په دغه سروې کې شاوخوا اتلس زرو کسانو سره مرکې شوي، چې د افغانستان  ۷۴ سلنه خلک له روان سياسي او اقتصادي وضعيته اندېښمن دي.

د سروې له مخې په هېواد کې د ځوانانو بې کاري ۷۲ سلنه زياته شوې او شل سلنه يې د اقتصادي وضعيت د ترينګلتيا له امله د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

د اسيا بنسټ مشر عبدالله احمدزي ويلي، د افغانستان ترينګلي اقتصادي وضعيت او د سولې خبرو د عامو افغانانو نظرونه اغېزمن کړي دي.

د چارو کارپوهان وايي، سروې يوازې يو اټکل کېدای شي، خو تر ډېره د روان وضعيت يو انځور وړاندې کولی شي.

شریک یې کړئ:

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/155654/سروې-۹۰-سلنه-افغانان-سوله-او-۸۲-سلنه-د-ب/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading