بازتاب نیوز

ناټو: ټول نوماندان بايد د ولسمشريزو ټاکنو پایلې ومني

١٢ ليندی ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د ناټو ملکي استازي هيله ښکاره کړې، چې د ټاکنو خپلواک کميسيون به په لنډ وخت کې د ټاکنو پايلې اعلان کړي او ټول نوماندان يې باید ومني.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نيکولاس کې ويلي، د افغانستان ولسشمريزو ټاکنو پایلې به ژر اعلان شي، نوی حکومت به رامنځته شي او د لنډ مهالي حکومت خبرې يې بې ځايه بللي دي.

هغه د ولسمشريزو ټاکنو له ټولو نوماندانو غوښتي، چې د نيوکو او اعتراضونو پر ځای د کميسيون مشرتابه ته خپل شکايتونه وړاندې کړي او له هغوی يې ځواب وغواړي، خو کله، چې د ولسمشريزو ټاکنو پايلې اعلان شي، بايد ټول لوري يې په خوښۍ ومني او درناوی يې وکړي.

نيکولاس کې وايي، ناټو د امريکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو ملاتړ کوي؛ ځکه چې د افغانستان کشاله له پوځي لارې نه حل کيږي او بايد د جګړې د ښکېلو لوريو ترمنځ د خبرو له لارې دا بحران پای ته ورسول شي.

د جرمني د دفاع وزېرې او د بهرنيو هېوادونو ګڼ شمېر استازو د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو په اړه وخت پر وخت څرګندونې کړي او د ټاکنو د پایلو د ژر اعلانېدو غوښتنه يې کړې ده.

په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو مشر قومندان جنرال سکاټ مېلر هم وړمه ورځ په جوزجان کې له جنرال دوستم سره ليدلي و او د ټاکنو د پایلو په اړه يې له هغه مرسته غوښتې وه.

له جنرال ميلر سره تر ليدو وروسته د دوستم په ژبه کې نرمي راغلې او د ولسمشريزو ټاکنو د پايلو د ژر اعلانېدو غوښتنه يې کړې وه.

شریک یې کړئ:

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/155675/ناټو-ټول-نوماندان-بايد-د-ولسمشريزو-ټاک/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading