بازتاب نیوز

مشرانو جرګه: دفاع وزارت درواغ وایي، مارجه لا هم د طالبانو په لاس کې ده

١٢ ليندی ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې د ګډ حکومت دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې له لارې ادعا وکړه، چې له کلونو وروسته یې د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ د طالبانو له کنټروله ایستلې؛  د کابل حکومت د مشرانو جرګې دا ادعا دروغ بللې او ادعا یې کړې، چې طالبان لا هم پر مارجه ولسوالۍ مسلط دي.

د جمهور نیوز د راپور په اساس، د مشرانو جرګې د امنیتي او دفاعي چارو د کمېسیون مشر «هاشم الکوزي» د تېرې ورځې په ناسته کې ویلي  « د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ نیول کېدل دروغ خبره ده، طالبان لا هم په مارجه ولسوالۍ باندې مسلط دي او ددې ولسوالۍ د نیولو لپاره ترسره شوي عملیات ناکام وو.»

نوموړي زیاته کړې « عسکرو له دې لارې غوښتل، تېل، تجهیزات او وسلې خرڅې کړې، چې موږ یې په اړه بشپړ اسناد په لاس کې لرو.»

الکوزي ددې ترڅنګ ادعا کړې، چې څو ورځې وړاندې ترسره شوي عملیات یوازې یوه نظامي مرکز ته د لارې خلاصولو په نیت شوي وو.

مارجه، چې د هلمند ولایت له نا امنو ولسوالیو شمېرل کېږي، له کابو څلورو کلونو راپدېخوا د طالبانو تر ولکې لاندې ده، څو ورځې وړاندې د دفاع وزارت له لوري د یادې ولسولۍ نیولو تاوده غبرګونونه راوپارول، ارګ د یوې اعلامیې له لارې دفاع وزارت وستایه او نظامیانو ته یې ددې ولسوالۍ د نیولو مبارکي وویله؛ خو ولسي جرګې بیا د مارجې ولسوالۍ نیول د حکومت له وسه پورته کار وباله او په دې برخه کې یې د دفاع وزارت ادعاء بې اساسه یاده کړه.

شریک یې کړئ:

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/155677/مشرانو-جرګه-دفاع-وزارت-درواغ-وایي،-مار/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading