بازتاب نیوز

امریکا شمالي کوریا ته د نظامي اقدام خبرداری ورکړی دی

١٢ ليندی ١٣٩٨ کندهار ملي راډیو تلوېزیون

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لندن کې دناټو په سرمشریزه کې د شمالي کوریا د چارواکو پر څرګندونو غبرګون ښودلی دی. ټرمپ ویلي دوی که اړ شي نو د شمالي کوریا پر وړاندې پر نظامي اقدام هم لاس پورې کوي. شمالي کوریا ویلي وو، چې د هوکړو له مخې باید د روان کال تر پایه د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ شته مسایل نهايي شوي وای خو واشنګټن یې پر ژمنو عمل نه کوي. اوس ډونالډ ټرمپ ویلي چې امریکا نظامي وړتیا لري خو له دې وړتیا استفاده نه کوي او که شمالي کوریا دوی مجبوره کړي نو امریکا اړ کېږي چې پر وړاندې یې په نظامي اقدام لاس پورې کړي. The post امریکا شمالي کوریا ته د نظامي اقدام خبرداری ورکړی دی appeared first on کندهار راډيو تلوېزيون.

اصلي اړیکې: https://kandahar-tv.com/1398/09/13/امریکا-شمالي-کوریا-ته-د-نظامي-اقدام-خبر/

د اصلي پاڼې خلاصول

کندهار ملي راډیو تلوېزیون په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading