بازتاب نیوز

جلال اباد کې یو وسله وال برید ۵ تنه وژلی او یو  بل یې ټپي کړی

١٣ ليندی ١٣٩٨ خبرگزاری خاورمیانه

د ننګرهار چارواکي وایې دغه وسله وال برید د جلال اباد ښار لوموړې ناحیه کې د یوې موسسې په موټر شوی دی. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: نن د لیندۍ په (۱۳) نیټه سهار مهال د جلال اباد ښار لومړې ناحیه کې د یوې جاپانۍ موسسېPMS)  ) د مشر ډاکټر ناکامورا په موټر وسله وال برید شوې، چې په پایله کې یې ۵ تنه وژل شوي او یو تن ټپي شوی. خوږیاڼی زیاتوي، وژل شوي  د ډاکټر ناکامورا ساتونکي او موټر چلوونکی دی او خپله ډاکټر ناکامورا ټپي شوی، چې روغتیایې وضعیت یې د ډاډ وړ دی. تراوسه کوم شخص او یاهم کومې ډلې د دې برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

اصلي اړیکې: https://middleeastpress.com/pashto/1398/09/13/جلال-اباد-کې-یو-وسله-وال-برید-۵-تنه-وژلی/

د اصلي پاڼې خلاصول

خبرگزاری خاورمیانه په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading