بازتاب نیوز

ننګرهار: د جاپانۍ مؤسسې د مشر په موټر بريد کې پنځه تنه وژل شوي

١٣ ليندی ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): څو شيبې وړاندې په جلال اباد ښار کې نامعلومو کسانو د جاپاني مؤسسې « پي ايم ايس» مشر ډاکټر ناکامورا په موټر بريد کړی چې په نتيجه کې يې ډاکټر نامامورا ټپي شوی، درې ساتونکي، يو ملګری او يو موټر چلونکی يې وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي چې پيښه نن سهار رامنځته شوه او وسله وال له سيمې څخه په تېښته بريالي شوي.

ډاکټر ناکامورا چې د افغانستان د بيارغونې په چارو کې یې فعاليت کاوه، له ډېرې مودې راهیسې يې په جلال اباد ښار کې دنده درلوده او د ښو چارو د ترسره کولو له امله ورته د ولسمشر غني له لوري په افتخاري توګه د افغانستان تابعيت هم ورکړل شوی و.

تر اوسه په ډاکټر ناکامورا د وسله وال بريد پړه چا په غاړه نه ده اخيستې.

د يادونې وړ ده چې دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې د رغنيزو چارو په کارکوونکو بريد کې مګر تر دې وړانډې هم پرې بريدونه شوي دي چې نه يې څوک مسؤلیت په غاړه اخلي او نه هم حکومت د دا ډول بريدګرو په نيولو توانېدلی دی.

شریک یې کړئ:

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/155683/ننګرهار-د-جاپانۍ-مؤسسې-د-مشر-په-موټر-بر/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading