بازتاب نیوز

صفر ۲ دولتي عسکرو يو ځل بيا د ننګرهار شيرزادو کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

١٣ ليندی ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): صفر ۲ دولتي عسکرو يو ځل بيا تېره شپه د ننګرهار ولايت په شېرزادو ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پر کورونو چاپه وهلې، شپږ تنه يې وژلي او او ته نور يې ټپيان کړي دي.

د شېرازدو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي مجیب الرحمن نن ټکی اسيا ته ويلي، صفر۲ دولتي عسکرو د کوديخېلو سيمې په زيارت کلي کې د بزګرانو پر کورونو چاپه وهلې، شپږ تنه يې وژلي او اته نور يې ټپيان کړي دي.

د سيمې خلک وايي، زيارت کلی، ټوله د دولتي عسکرو له لوري محاصره و او د پېښې په اړه نور جزئيات ترلاسه کول ستونزمن دي.

له تېرې يوې اونۍ راهيسې دا درېيم ځل دی، چې دولتي عسکر په شېرزادو کې د ملکيانو پر کورونو چاپې وهي او خلک وژني.

څو ورځې وړاندې هم دولتي عسکرو د شېرزادو په مرکيخېلو کې د سيمې د يوه سپين ږيري خیرالله دادا پر کور چاپه وهلې وه، هغه يې له يوه مېلمه سره وژلی او زوی يې ټپي کړی و.

د ننګرهار ولايت چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

دولتي عسکر د بهرنيو ځواکونو په ملتيا نږدې هره شپه د ننګرهار سربېره د هېواد په ګڼو سيمو کې شپنیزې چاپې وهي، په هره چاپه او عملياتو کې ملکيان خپل ژوند له لاسه ورکوي، خو د ګډ حکومت چارواکي لا هم د ملکيانو د وژل کېدو خبره نه مني.

شریک یې کړئ:

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/155681/صفر-۲-دولتي-عسکرو-يو-ځل-بيا-د-ننګرهار-شي/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading