بازتاب نیوز

جمهور رییس غني د مایع ګاز او نفتو د اړتیا پر پوره کولو ټینګار وکړ

١٣ ليندی ١٣٩٨ د كليد ګروپ

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، په اوسنيو شرايطو کې اړتيا ده، چې د دولت د مايع ګاز او نفتو اړتياوې د دولتي تصديو له لوري پوره شي. هغه دا خبره تېر ماښام په ارګ كې د مايع ګاز او نفتي موادو تصدۍ له مسوولينو سره په ليدنه كې وكړه او د هېواد د امنيتي او دفاعي ارګانونو د اړتياوو پوره کولو په هدف د يادې تصدۍ د ظرفيت پر څرنګوالي وغږېد. د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له قوله راغلي، چې دغه تصدي پر موجوده ظرفيت د امنيتي او دفاعي بنسټونو اړتياوې نه شي پوره کولى. ده لارښوونه وکړه، چې د مايع ګاز او نفتي موادو تصدۍ د ټولو تاسيساتو او زېرمو د اروزنې په هدف دې يو پلاوى موظف او داسې تحليل ترلاسه شي، چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د مايع ګاز او نفتي موادو د تاسيساتو زېرمو پر طرحې کار وکولى شي. د هېواد جمهور رئيس پر دې په ټينګار سره، چې د مايع ګاز او نفتي موادو تصدي دې په مارکېټ کې له پرچون حالته را ووځي وويل، د زېرمو پر مديريت دې څارنه زياته شي او د دغې تصدۍ د موجوديت هدف دې دا وي، چې د دولتي بنسټونو اړتياوو ته رسېدنه وکولى شي. The post جمهور رییس غني د مایع ګاز او نفتو د اړتیا پر پوره کولو ټینګار وکړ appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/12/04/جمهور-رییس-غني-د-مایع-ګاز-او-نفتو-د-اړتی/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading