بازتاب نیوز

په ننګرهار کې ۱۳ وسله وال طالبان ووژل شول

١٣ ليندی ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د افغان ځواكونو په عملياتو كې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي. د دغه ولايت د ملي امنيت رياست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ځانګړو ځواکونو يې تېره شپه د شېرزادو ولسوالۍ په مربوطاتو كې د طالبانو پر مرکزونو عمليات ترسره كړل، چې په مهال يې ۱۳ طالبان ووژل شول او هم يې يو مرکز له منځه يووړل شو. سرچينه وايي، عمليات كوونكو سرتېرو يو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. The post په ننګرهار کې ۱۳ وسله وال طالبان ووژل شول appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/12/04/په-ننګرهار-کې-۱۳-وسله-وال-طالبان-ووژل-شو/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading